د لوګر یوه ښوونځي ته د چندې پر پیسو ۹ درسي ټولګي جوړ شول شنبه، غویي ۲۸ مه

د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ د قلعه ګهنه د هلکانو او نجونو لېسې ته د خلکو پر چندې ۹ درسي ټولګي جوړ شول. 
د نوموړو درسي خونو پر جوړولو شاوخوا ۶ سوه زره افغانۍ لګول شوي دي، چې خلکو په چنده راټولې کړې دي. 
دغه درسي ټولګي په پاخه ډول جوړ شوي دي، چې په یوه وخت کې د ۴۵۰ زده کوونکو د ځایولو وړتیا لري. 
دا مهال یاده لېسه له لومړي ټولګي تر دولسم ټولګي ۸۰۷ زده کوونکي لري، چې له دې ډلې ۱۱۰ یې نجونې دي.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د قلعه ګهنه سیمې د اوسېدونکو یاد کار ستایي او دا د پوهنې له بهیر سره د هغوی لیوالتیا بولي. 
د یادونې وړده، چې په لوګر کې له دې مخکې هم یو شمېر نورو ښوونځیو ته خلکو په چنده درسي ټولګي جوړې کړي.