د ښځینه وکیلانو او مؤکلینو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو له لارې په سیمیزه کچه د ښځو د ونډې پیاوړتیا غونډه ترسره شوه.

د ښځینه وکیلانو او مؤکلینو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو له لارې په سیمیزه کچه د ښځو د ونډې پیاوړتیا غونډه ترسره شوه.
(مرغومي-۱۹) یاده غونډه چې د افغانستان د ټاکنو د څار موسسې لخوا جوړه شوې وه پکې  د لوګر ولایت مرستیال قمرالدین شکیب، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازې شکیلا هاشمي، د عامې روغتیا رئیس، د ښځو چارو ریسې، مدني ټولنو او ګڼ شمېر میرمنو ګډون کړی و.
 لومړی د ټاکنود څار موسسې مشر حبیب الله شینواري خبرې وکړې او زیاته یې کړه دغه ورکشاپ مونږ په ۱۵ ولایتونو کې ترسره کړی او هغه ستونزې چې ښځې لري هغه مو په نښه کړیدي.
 د ولایت مرستیال لومړی د اساسي قانون د اونۍ مبارکي وویله د قانون په چوکاټ کې ښځو ته حقوق رسیدلي دي، شکیب زیاته کړه د ولسمشر د فرمان په اساس د لوګر ولایت دولسم پاس او بې تجربې میرمنې هم دنده کولای شي، مرستیال وړاندې وویل چې د حکومت رهبرۍ د ښځو د حقوقو د ورکړې لپاره جدي هلې ځلې شروع کړیدي چې د لوګر ولایت مقام هم د ادارو په همکارۍ په یوشمېر ادارو کې میرمنې په دندو ګمارلي دي.
 شکیب د ټولو مدني ټولنو څخه غوښتنه وکړه چې د داد خواهۍ غونډې ترسره کړي ترڅو د شفافیت اصل مراعت شي.
 د ولسي جرګې غړې شکیلا هاشمي هم د ښځو په برخه کې د خپلو لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او په میرمنو یې غږ وکړي چې خپل حق باید په خپله وغواړۍ, هاشمي وویل مونږ په لوګر ولایت کې په بدو کې د ښځو ورکړې پیښې نلرو.
 وروسته په ازاد بحث کې ګډونوالو خپلې پوښتنې د ولایت مرستیال، ولسي جرګې غړې، د ښځو چارو ریسې، د عامې روغتیا ریس او مدني ټولنو سره شریکي کړې چې هریو په نوبت سره پوښتنو ته ځوابونه وویل.