د لوګر ښاروالۍ د مراجعینو د خدماتو دفتر نن پرانیستل شو،

د لوګر ښاروالۍ د مراجعینو د خدماتو دفتر نن پرانیستل شو،
 یاد دفتر د لوګر ښاروال ښاغلي نصیر احمد لیلیزي په کوربه توب د ولسي جرګې د وکیلې اغلې شکیلا هاشمي، د لوګر ولایت د والي مرستیال ښاغلي قمرالدین شکیب،د لوګر د ولایتي شورا د ریس ښاغلي محمد ناصر غیرت ، د لوګر ولایت د بیلا بیلو ادارو رئیسانو، د پل علم ښاروالۍ د مشورتي شورا غړو او پلعلم ښار داصنافو د استازو په ګډون پرانیستل شو،
 د پرانیستلو په مراسمو کې د لوګر ولایت مرستیال شفافیت او خدمت د حکومت دندې وبللې دغه راز د لوګر ښاروال ښاغلي نصیر احمد لیلیزي وویل چې ددې مهم او کمپیوټرایزدفتر له پرانیستلو وروسته به د پل علم درنو ښاریانو ستونزې پرته له خنډه او ځنډه حل او فصل کیږي، پل علم ښاروال زیاته کړه چې یاد دفتر د شهر اداري په مالي مرسته د ۲،۲ میلونه افغانۍ په لګښت رغول شوی د مراجعینو لپاره به لازمې اسانتیاوې ولري چې په ژمي کې به ګرم او په اوړي کې به یخ وي،ده وویل نوموړی دفتر به په یو وخت کې د پنځوسو مراجعینو لپاره ځای ولري چې د افغاني دود له مخې به د ټولو مراجعینو لپاره د چایو خوړلو غم هم خوړل کیږي، پل علم ښاروال وویل چې د مراجعینو د اسانتیا لپاره به د پل علم ښاروالۍ د اړونده مدیریتونو یو یو تن مدیر/مامور د مراجعینو د ستونزو د حل په موخه د مراجعینو د خدماتو په دفتر کې ناست وي لهذا مراجعین اړ نه دي چې د خپلو ستونزو د حل په موخه مدیریت په مدیریت وګرځیږي، 
د پل علم ښاروال ژمنه وکړه چې د پل علم ښاریانو ستونزي به کټه ګوري کوي او یوه په یوه به یې ان شاء الله حلوي، د یادونې وړ ده چې د پل علم ښاروالۍ پنځه نورې مهمې پروژې د مسلخ ، ښاري تشنابونو، طعام خورۍ، د ښاروالۍ احاطې او د ښار د پیاده روونو په شمول به هم په نیږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.