لوګر کې ۴۷ میرمنې د قابله ګۍ او نرسنګ له څانګو فارغه شوې.

لوګر کې ۴۷ میرمنې د قابله ګۍ او نرسنګ له څانګو فارغه شوې.
(مرغومي-۱۳) نن ورځ د لوګر ولایت د قابله او نرسنګ له څانګو ۴۷۷ میرمنو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
 په همدې اړه د لوګر ولایت مقام د شهید عبدالله وردګ په تالار کې غونډه جوړه شوې و چې پکې د لوګر والي محمد حلیم فدایي، ولایتي شورا رئیس محمد ناصر غیرت او د شورا غړو ډاکټر عبد الولي وکیل او حسیب الله ستانکزي، امنیه قومندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي، د استناف څارنوالۍ رئیس خیري، د عامې روغتیا رئیس ګل الرحمن شاهي، د کپ موسسې رئیس سیف الرحمن او فارغه شوو محصلینو او د دوی کورنیو ګډون کړی و.
د کپ موسسې رئیس سیف الرحمن وویل دغه ۴۷۷ میرمنو د قابله او نرسنګ په برخه کې دوه کلنې زده کړې وکړې چې ۲۴ قابله او ۲۳ نرسنګ برخه کې دي چې د لوګر ولایت ټولو ولسوالیو اوسیدونکې پکې شاملې دي.
 ادم خان سراج وویل چې پخوا مونږ زیاتې ستونزې درلودې چې اوس یوازې مونږ په ټول افغانستان کې ۴۰۰۰ قابله ګانې لرو.
د نرسنګ د برخې مسؤلې ماه روخ ببرکزۍ په وینا چې د قابله او نرسنګ مکتب په کال ۱۳۹۳۳ کال کې جوړ شوی، چې د دې ۴۷ میرمنو په فارغیدو سره به د مور او ماشوم په مړینه کې کموالی راشي او دا د روغتیا خدمتونو د ښه کیدو او معیاري کیدو په برخه کې بریالی ګام دی.
 ولایتي شورا رئیس ناصر غیرت ټولو فارغه شوو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې تاسو به انشاالله د ټول لوګر لپاره خدمت کوی.
د ولایتي شورا غړي ډاکتر عبدالولي وکیل او د عامې روغتیا سرپرست هم د ۴۷۷ قابله او نرسنګ له څانګو په فراغت خوشالي وښوده او ددې مکتب د غزیدو غوښتنه یې وکړه.
 لوګر والي لومړی ټولو فارغ شوو او د دوی کورنیو ته مبارکي وکړه او د کورنیو د غړو څخه یې مننه وکړه چې خپل اولاد یې د علم زده کړې لپاره لیږلې والي زیاته کړه زه به په راتلونکې کې هغه کورنۍ تشویقوم چې هغوۍ په خپلو اولادونو لوړې او نیمه لوړې زده کړې کوي.
 حلیم فدایي له فارغ شوو څخه وغوښتل چې ستاسو مراجعین د خدای مخلوق دی او د خدای مخلوق باید سمه درملنه وکړئ او تاسو باید خپله وظیفه په پوره ایماندارۍ ترسره کړئ ځکه ستاسو وظیفه انسان ته ژوند ورکول دي او د اسلام اساس هم په علم او صحت ولاړ دی.
 والي له دوی وغوښتل هغه وخت تاسو بریالي یاستۍ چې تاسو خپل مسلک سره مینه صداقت او علاقه ولرئ او یوازې پدې خبره مه ودریږۍ چې تاسو فارغ شوی نور زده کړې نشته تاسو باید نوره مطالعه هم وکړی.
 والي وړاندې وویل مونږ باید خپل صحت ته په خپله پاملرنه وکړو ځکه د صحت ساتل د انسان خپل لاس کې دی او خپله ورته توجه وکړي او مونږ باید اول ځان وپیژنو کله مو چې ځان وپیژنده نړۍ، ټولنه هم پیژندلای شو.
 لوګر والي د عامې روغتیا رئیس د غوښتنې په ځواب کې وویل چې ولایت مقام به د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ دغه مکتب غزوي.
 وروسته د عامې روغتیا سرپرست لخوا فارغ شوو زده کوونکو ته سوګند ورکړ ترڅو په خپلو وظیفو کې ورته متوجه شي.
 د غونډې په پای کې د مکتب په استادانو او فارغ شوو زده کوونکو ستاینلیکونه او ډالۍ هم وویشل شو.