لوګر کې ۱۵۰ تنه د حرفوي او مسلکي زده کړو فارغ شول.

لوګر کې ۱۵۰ تنه د حرفوي او مسلکي زده کړو فارغ شول.
(مرغومي-۱۳۳) نن ورځ د لوګر کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو ریاست د فني او حرفوي زده کړو مرکز څخه ۱۵۰ تنه د خیاطۍ، نجارۍ، ویلډینګ کارۍ، انجن سازۍ اوبریښنا د لین غزونۍ په برخه کې شپږ میاشتې زده کړې کړې وې فارغ او د کار سامان هم پرې وویشل شول.
 غونډه کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي، ولایتي شورا غړو ډاکتر عبدالولي وکیل او حسیب الله ستانکزي، د کار، ټولنیزو شهیدانو او معلولینو رئیس، استناف څارنوالۍ رئیس، سولې ولایتي کمیتې رئیس، پوهنې رئیس، ښځو چارو ریسې او فارغ شوو کسب ګرو برخه اخستې و.
 لوګر والي ټولو فارغ شوو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه تاسو ټول زمونږ ویاړ او افتخار یاستۍ ځکه تاسو حلاله روزي له حلالې لارې په مټو او خولو تویولو سره ګټۍ او تاسو هیواد په خولو او مټو سره ابادوۍ، تاسو ځان او کورنۍ او ټولنې ته په خپلې انرژۍ، لاسونو او مهارتونو خدمت کوئ تاسو د ځان او ټولنې خادمان یاستۍ، څوک چې د ناروا لارو انرژي ترلاسه کوي هغه د ځان بیا د ملت په وړاندې خاین دی، ځکه څوک چې د ځان سره خیانت کوي هغه د ملت سره خیانت کوي او څوک چې د ځان خدمت کوي هغه د ملت خدمت کوي، د وطن په جوړولو کې د ټولو عزت خوندي د ی که چیرته داوطن وران وي مونږ به ټول عمر احتیاج یو او که وطن په خپلو امکاناتو جوړ کړو نو هلته به مو له احتیاجاتو خلاص کړی وي.
والي وړاندې وویل د علم ترڅنګ تعلیم هم ضرور دی او هر تعلیم یافته ځوان باید کسب زده کړي .
فدایي د خپلو خبرو په دوام وویل همدا کسب زده کول دي  چې تاسو د خپل کسب په واسطه په بازار کې ځان ته کار پیداکولای شۍ ، حلیم فدایي په ټولو ځوانانو غږ وکړ چې د ټوپک پرځای قلم، بیلچه، څټک، کولنګ او ماشین واخلي ځکه په ټوپک وینه تویږي او په یادو وسایلو خوله تویږي او هیواد په وینه نه بلکې په خوله او مټو جوړیږي.
والي له ټولو فارغ شوو څخه د صداقت او لیاقت غوښتنه وکړه .
 ولایتي شورا غړي ډاکتر وکیل وویل نن زیات خوشحاله یم چې لوګر د دوه فراغت غونډو شاهد وو یو د میرمنو د نرسنګ او قابله ګۍ او بل د فني او حرفوي مرکز څخه د کسب ګرو چې دا مونږ لپاره د ویاړ ځای دی، د سولې ولایتي دفتر مشر مولوي اسدالله حنیف هم د اسلام له نظره په حرفوي زده کړو وغږیده.
 په پای کې په فارغ شوو تصدیقونه او د کار سامان الات وویشل شول.