په څرخ ولسوالۍ کې په پیل شوو عملیاتو کې ۲۵ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې
(مرغومي-۱۴۴) نن ورځ په اونیزه امنیتي جلسه کې د ولایت والي محمد حلیم فدایي، د امنیت امر نثاراحمد عبدالرحیمزي، د ملي امنیت ریاست مرستیال، د څلورمې لوا استازي او د همغږۍ مرکز مسؤلینو ګډون کړی و.
لومړی مسؤلینو د څرخ ولسوالۍ په پیل شوو عملیاتو خبرې وکړې چې دغه عملیات یې یو بریالي عملیات یاد کړ، ځکه دښمن قوي ماتې وخوړه او ۲۲ تنه ووژل شو او ۳ ټپیان شویدي او له دوی څخه یو کاسټر موټر هم افغان ځواکونو ته لاسته راغلي او یوه دهشکه، ۶ موټر سایکلونه او یوه سراچه له منځه وړل شویدي.
همدارنګه د لوګر والي وویل د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر د حکم په اساس یې په لوګر ولایت کې د ټولو ادارو په ګډون پر ملموسو پایلو ولاړ د کلني پلان جوړول پیل کړل.
.د لوګر والي محمد حلیم فدایي وویل چې ملموسو او محسوسو خدمتونو وړاندې کول زموږ هدف دی او د رفع مسوولیت پر ځای باید ادا د مسولیت وکړو او مونږ باید ولس ته په امنیتي ساحه کې په محسوسو او ملموسو ولاړ امنیتي پلان ولرو.
همدارنګه د ملي اردو لیکو ته د جلب او جذب لپاره یوه کمیټه وټاکل شوه.