د لوګر کرکټ لوبغالي د بنسټ ډبره د لوګر ولایتي چارواکو، ولسي جرګې غړو د کرکټ بورډ مشرانو او د ملي لوبډلې لوبغاړو لخوا کیښودل شوه.

د لوګر کرکټ لوبغالي د بنسټ ډبره د لوګر ولایتي چارواکو، ولسي جرګې غړو د کرکټ بورډ مشرانو او د ملي لوبډلې لوبغاړو لخوا کیښودل شوه.
(مرغومي -۱۱) د لوګر  کرکټ لوبغالی چې د ولایتي ادارې په خاصو هلو ځلو سره د هندوستان هېواد په مالي کومک او د (( اقتصاد وزارت )) په همکارۍ په (۱۵) جریبه ځمکه کې جوړ یږي، ټول ساختماني کارونه یې د (۵) لکه امریکایي ډالرو په لګښت سره جوړیږي.
 هغه مراسم چې په همدې موخه لوګر ولایت مقام کې نیول شوي وو،په کې د لوګرولایت والي محمد حلیم فدایي ، د کرکټ بورډ پخواني مشر نسیم الله دانش،د کرکټ بورډ نوي مشر لطف الله عاطف مشعل، په ولسي جرګه کې د پکتیا استازی څمکني، د لوګر دخلکو استازي حاجي اکبر ستانکزي ، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تکړه لوبغاړو ولایتي شورا ریس او غړو ،مدني فعالانو،د رسنیو خبریالانو او د کرکټ زرګونه مینه والو ګډون کړی وو.