همدا شېبه پر ملموسو پایلو ولاړ د کلني پلان جوړول پیل شول

همدا شېبه پر ملموسو پایلو ولاړ د کلني پلان جوړول پیل شول 
(مرغومی، ۱۲۲) د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر د حکم په اساس په لوګر ولایت کې د ټولو ادارو په ګډون پر ملموسو پایلو ولاړ د کلني پلان جوړول پیل شول.
 په همدې موخه نن له ماښام وروسته د لوګر والي محمد حلیم فدايي، د لوګر ولایت د ټولو ادارو رئیسان ولایت مقام ته رابللي ول او د پلان په اړه یې هر اړخېز لکچر ورکړ.
 والي د خپلې دندې له پیل تر دې دمه په هغو سټراټيژيکو مفاهيمو بحث وکړ چې په اوږدمهال کې خپل تاثيرات څرګندوي، هغه وویل چې د ولایت د پیل په اوایلو کې مې په ډیری مجالسو کې رئیسانو ته ویلي چې ولس ته باید محسوس او ملموس خدمات وړاندې کړو، همدا راز د خلکو د خوښې څخه زیات باید د خلکو په ګټه کار وکړو او تر څنګ یې پر تنایجو ولاړ مدیریت تر سره کړو.
 هغه وړاندې وویل چې د دودیز او عصري حکومت څخه په ګډې استفادې خپلې اداري چارې پر مخ یوسو، او همدې اصل ته په کتو باید په نتایجو ولاړ پلان جوړ کړو تر څو ولس یې په اړه په اسانۍ سنجش او قضاوت وکړای شي، دا هغه څه دي چې ولسمشر یې اوس د ولایتونو په کلني پلان کې د ځایولو او پلي کولو حکم کړی.
 وروسته د ادارو رئیسان په اتو سکتورونو کې په ګروپي شکل د کلني پلان په جوړولو پیل وکړ چې د شپې تر ناوخته به د والي تر نظارت لاندې تکمیل او د کتنې او منظورۍ لپاره د سيمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لارې ولسمشر ته واستول شي .