د درې کلن ځنډ وروسته د مهاجرینو د ښارګوټي د نومرو د وېش لړۍ پیل شوه

د درې کلن ځنډ وروسته د مهاجرینو د ښارګوټي د نومرو د وېش لړۍ پیل شوه
(لیندۍ,25) په لوګر کې د مهاجرینو او بیرته راستنېدونکو لپاره د درې کلن ځنډ وروسته د مهاجرینو او بیرته راستنېدونکو په ښارګوټي کې د نمرو د وېش لړۍ پیل شوه.
په همدې اړه د مهاجرینو او بیرته راستنېدونکو په ښارګوټي کې په جوړه شوې غونډه کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي, د مهاجرینو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي او ورسره پلاوي, د ولایتي شورا رئیس محمد ناصر غېرت او غړو, امنیه قوماندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي, د دولتي دوایرو رئیسانو, د مهاجرینو امر او د ښارګوټي ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.
دا ښارګوټی د ولسمشر د 104 ګڼه فرمان په اساس د کرنې وزارت اړوند په 8000 جریب ځمکه کې پلان شوی او ملکیت یې رسماً د مهاجرینو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ورکړل شوی چې د پلان له مخې په کې 16000 نومرې په نظر کې نیول شوي.
په دې ښارګوټي کې 8040 کورنیو ته چې د ولسمشر د 104 ګڼه فرمان له مخې مستحق دي د ولایتي کمیسون له لورې تعرفې ورکړل شوي او پیسې یې د دولت حساب ته انتقال شوي چې تر 5000 نومرې مستحقو خلکو ته وېشل شوي هم دي.
دا ښارګوټی د ولایت مقام په ځانګړو هڅو او د مؤسساتو په همکارۍ په هغه ځای کې چې اوسیدونکي په کې ژوند کوي د ټولنیزو او زیربنایي خدماتو لکه سړکونه,پلونه,پلچکونه, ژورې څاګانې, ښوونځي, کلینیکونه, مساجد او نورو درلودونکی دی چې د اوسیدونکو متناسب د پراختیا په حال کې دی.
ددې تر څنګ کابو دیارلس ورځې د مخه د ښارګوټي په داخل کې 3 کیلو متره پوخ سړک هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په ښارګوټي کې د اوس لپاره 3112 کورنۍ چې خپل عرایض یې کمیسون ته سپارلي د نومرو د ورکړې مستحق ګرځیدلې دياو له 3000 کورنیو خپل اسناد مراحل طی کوي.
د یادونې وړ ده چې د مهاجرینو په ښار ګوټي کې تر 2000 کورنۍ ژوند کوي.
په همدې مناسبت غونډې ته د لوګر والي لومړی په دغه ښارګوټي کې د نمرو د ویش مبارکي ټولو راستنیدونکو ته ورکړه او زیاته یې کړه له نن ورځ څخه وروسته تاسو مهاجرین نه یاستۍ بلکې لوګریان یې ځکه تاسو اوس خپل کور کې یاستۍ او ستاسو عزت په خپل ملک کې دی او لدې وروسته د خپل وطن په ابادولو کې مټې راونغاړی او کومه سرلوړي او عزت چې دلته دی بل چیرته نشته، او د خپل کور په ابادولو کې کومه بیلچه چې ستاسو په لاس کې ده دا د عزت بیلچه ده.
والي زیاته کړه وروسته له درې کلونو یو ځل بیا د نمرو د ویشلو لړۍ پیل شوه او دا هغه ارمان وو چې تاسو به یې کولو او لوګر ته هره ورځ د ۶۰ کورنیو په شاوخوا کې مهاجرین راستنیږي او ټول هغه لوګري مهاجرین چې پاکستان کې دي تر ۲۱۰۰۰ پورې شمېر رسیږي.
والي دوی ته وویل دا ملک په خولو تویولو او ورورولۍ جوړیږي نه په وینو تویولو.
پخوا په ښارګوټي کې زیاتې ستونزې وې مګر توجه ورته وشو ه او زیاتره حل شوې او ستاسو غوښتنه چې ابتدایه په متوسطه بدلول دي یوځل بیا وعده کوم چې هغه ژمنه به پوره کوو او تاسو هم باید د سولې او امن پیغام ورکړی .
ښارګوټي، مکتب، کلینیک او سړک به درته جوړ شي مګر مهم د انسان فکر جوړول دي اوتاسو باید د خپل نظام څخه ملاتړ وکړی ځکه هر ضعیف نظام د ګډوډۍ څخه بهتره دی .
د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر هم د یاد ښارګوټي مبارکي ټولو راستنیدونکو ته وویله او زیاته یې کړه چې د دې ښارګوټي د نمرو د ویش په هکله د لوګر والي زیاته فداکاري کړې، همیشه یې راسره دا مسله تعقیب کړې او ترینه یې مننه وکړه او په دغه ښارګوټي کې به اوس لپاره ۳۰۰۰ نمرې وویشل شي چې هره نمره څلور نیمې بسوې ده.
بلخي وویل زه ویاړم چې د مهاجرینو وزیر یم ځکه تاسو یاستی چې د خدای لپاره مو له وطن څخه هجرت کړی دی او ستاسو ټولې هغه عریضې چې د ښارګوټي د ستونزو لپاره دي یوه یوه به یې د اړونده وزارت سره تعقیب کړم ترڅو ستونزه یې حل شي.
سید حسین عالمي بلخي د نمرو د ویش کمیسون څخه غوښتنه وکړه چې نمرې باید په عادلانه ډول سره وویشۍ.
د ولایتي شورا ریس ناصر غیرت وویل نن د خوشالۍ ځای دی چې مهاجر بیرته خپل وطن ته راروان دي او دلته دوی لپاره د سرپناه ځای ورکول کیږي او دا ستاسو اوس خپل کور دی.
غیرت دوی ته وویل تاسو یولیست جوړ کړئ چې په هغې کې د لومړي صنف تر دریم صنف پورې شاګردان وي او یو کور ورته پیدا کړی چې د پوهنې ریاست لخوا یې درته رسمي کړو.
همدارنګه د ښارګوټي نماینده ګانو هم خبرې وکړې او د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزیر او د لوګر والي څخه یې مننه وکړه چې د دوی ارمان یې پوره کړو او د خپلو نمرو خاوندان شول, دوی خپلې یو شمېر ستونزې هم شریکې کړې.
وروسته هغه چا چې په نمره کې تر ۴۰ فیصده پورې کار کړی وو د ملکیت سندونه ورکړل شو.