د څه کم شپږ نیم لکه ډالرو په قیمت، لوګر ورزشي سټيډيوم ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

د څه کم شپږ نیم لکه ډالرو په قیمت، لوګر ورزشي سټيډيوم ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

(لیندۍ،۲۰) سټيډيوم د پرانستې په مراسمو کې د لوګر والي محمد حلیم فدايي، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزیره سلامت عظيمي او ورسره راغلي هئیت ، د تربیت بدني عمومي ریاست مرستیال قاسم حمیدي، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی حاجي اکبر ستانکزی، د ولایتي شورا رئیس محمد ناصر غیرت او غړو، ولایت امنیه قومندان لوی پاسوال عصمت الله علیزی ، ورزشکارانو، د دولتي دوایرو مسؤلینو، او ګڼ شمېر قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و . 
د لوګر ورزشي سټيډیوم په اته جریبه زمکه کې جوړشوی، په دې سټيډیوم کې د فوټبال، والیبال، باسکیټ بال او منډې وهلو میدانونه شته، چې په یوه وخت کې ۳۲۳۸ تنو د ځائیدو ظرفیت لري، په دې سټيډیوم کې یو دوه پوړیز تعمیرچې پکې د لباس د بدلولو، انتظار، عاجل، ساتونکو، خونې او په دوهم پوړ کې د میلمنو او اداري خونې موجودې دي. 
یاده پروژه په ۱۳۹۱ کال کې د داوریان ساختماني شرکت او مخدره توکو پر وړاندې د وزارت له لورې پیل شوې وه، چې باید په ۱۲ میاشتو کې د قرارداد له مخې تکمیل شوې وای، اما یاد شرکت و نه توانېد چې په ټاکل شوې نېټه کې کار تکمیل کړي، چې د تدارکاتو د قانونو له مخې ورسره قرارداد لغوه شو، چې تر درې کلونو پورې یې چارې په ټپه ولاړې وې.
د لوګر ولایت مقام په ځانګړو هڅو یې کار یو ځل بیا د بشیر لودین ساختماني شرکت له لورې د همدې کال په جریان کې پیل شو چې د پنځو میاشتو په جریان کې پاتې کار بشپړ شو. 
ددې پروژې ټول لګښت ۶۴۸۶۹۵.۹۸ شپږلکه اته څلوېښت زره شپږ سوه پنځه نوي امریکايي ډالر دی