لیندۍ-۶) نن ورځ د لوګر والي د سهار له ۸:۳۰ تر ۱۲:۰۰ بجو پورې له وخت اخېستلو او سکرتر سره د تماس نېولو پرته د ۱۰۰ کسانو ستونزې په عرایضو د احکام ورکولو او ادارو ته د تیلفون کولو څخه وروسته حل شوې.

لوګر والي د سهار له ۸:۳۰ تر ۱۲ بجو پورې د سلو په شا اوخوا کې خلکو او مشرانو ستونزې حل کړي. 
(لیندۍ-۶) نن ورځ د لوګر والي د سهار له ۸:۳۰ تر ۱۲:۰۰ بجو پورې له وخت اخېستلو او سکرتر سره د تماس نېولو پرته د ۱۰۰ کسانو ستونزې په عرایضو د احکام ورکولو او ادارو ته د تیلفون کولو څخه وروسته حل شوې. 
محمد صابر چې په لوګر ولایت کې یې د فوتسال تورنمنټ یې په لاره اچولی د پای لوبو لپاره یې د ۱۲۰ ځوانانو ته د مډالونو، جامونو او لباس اخېسلتو په خاطر د والي څخه مرسته وغوښته چې د لوګر د والي لهلورې ورسره نغدي مرسته وشوه.
عبدالقادر او تره زامنو یې سره د ځمکې ستونزه لرله چې د ولایت والي لخوا ورته وویل شو چې مسوول اړخونه را وغواړو او همدلته به د ستونزه حل کړو. نوموړې وویل: ما چې کله واورېدل چې والي صیب پرته له وخت اخیستلو له ولس سره ګوري، نن له والي صیب سره مخامخ شکایت ثبتوم. ستونزه د مشرانو په منځګړیتوب د حلولو کوشش کوم. که یې غاړه نه اېښودله بیا به یې د دولت له لارې حل کړم. 
کونډه (نازي ګل) چې د کورنۍ د سرپرستۍ مسولیت ور په غاړه دی او مرستې غوښتنه یې کوله او له یوې میاشتې سرګردانه ګرځېدله، والي یې فورا ستونزه حل او ورسره د نغدي، غیر خوارکې او خوراکی توکو مرسته وکړه.
د فوټبال فدراسیون مشرسالم احمدزی د تورنمنټ لپاره د ادارو څخه د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه ترڅو په دولتي ځای کې د ټورنمنټ اجازه واخلي، والي فورا مسولې ادارې ته ټلفون وکړ او همدارنګه یې امنیتي ادارو ته د امنیت د نېولو په اړه هدایت وکړ. 
تقریباً میاست د مخه د خوست د علماوو شورا رئیس د کابل ـ لوګر په لویه لار ټکر کړی و چې نن والي د خوست د مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه او د ټکر په پېښه کې د یو تن لوګري سره د روغې جوړې په اړه خبرې وشوې. والي د امنییي قومانداني امر، د حادثاتو امر او ټول ذیدخله اړخونه را وغوښتل او د نوموړې ستونزه یې حل کړه.
د ازرې ولسوالۍ څخه د کابل قرباغ ولسوالۍ ته په سلګونو کډه شوي اوسیدونکو د تذکرو د اساس بدلولو ستونزه د اسماعیل سهاک په وړاندیزحل شوه.
د ولایتي شورا د غړي قسیم خوشیوال د بندیانو ستونزه چې د ملي امنیت در یس سره د شریکولو وروسته حل شوه.
د محمد اغې ولسوالۍ د یو تن قومي مشر ستونزه چې د دې ولسوالۍ ښاروال خلکو سره نه ګوري، ټاکل شوی کمیسیون نه را غواړې فورا راجع او همدارنګه دولسوالۍ ولسوال ته امر وشو چې د ولس د ستونزو په حل کې جدې اقدامات وکړي. 
د محمداغې ولسوالۍ د کتب خېلو، اب بازک او مرکز بابوس مشرانو د ملي امنیت د ۰۱ قطعې دعملیاتو په اړه تشویشونه درلودل او له والي سره یې شریک کړل. والي د څلورمي لوا قوماندان، د ملي امنیت رییس، د ولایتي شورا رییس، د کنډکونو مسوول قوماندانان را وغوښتل چې بالاخره والي یوهئیت چې د ملي امنیت، امنیه قومندانۍ، ملي اردو، محلي شورا، ولایتي شورا او کلیو شورا استازي به پکې شامل وي و ټاکل، استازي به سیمې ته ځي او هغه ټول شکایتونه به څېړي او راپور به یې په تصویري بڼه له والي سره شریکوي او له هغې وروسته د افغانستان د ملي امنیت د عمومي رئیس سره هم ستونزه شریکوي.
لوګر والي له لورې یاد پروګرام هغه وخت پیل شو چې خلکو شکایت کاوه چې مونږ د لرې سیمو ان د بل ولایت څخه راځو او په ولایت کې به یې د وخت اخیستلو او لیدنو لپاره انتظار به کاوه ، وروسته له دې به هیڅوک نه وخت اخلي او نه به انتظار کوي، مستقیمآ به خپلې ستونزې د سهار له ۸:۳۰ تر ۱۲ بجو پورې د ولایت والي سره شریکوي او له ۱۲ بجو وروسته اداري کارونه کوي .