د ځمکو د ادارې د ریاست لپاره د څه کم شپاړس میلونه افغانیو په قیمت د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د ځمکو د ادارې د ریاست لپاره د څه کم شپاړس میلونه افغانیو په قیمت د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه
(لیندۍ-۷) نن ورځ د لوګر ولایت د ځمکو د ریاست لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه، په مراسمو کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي، د استناف محکمې رئیس حقیق الرحمن حقمل، ولایتي شورا رئیس محمد ناصر غیرت او غړو حسیب الله ستانکزی او عدالت عبدالرحیمزی او د اراضۍ ریاست سرپرست برخه اخیستې وه.
د لوګر والي وویل چې دغه ودانۍ په درې جریبه او پنځه بسوې ځمکه کې په درې پوړونو کې د ( ۱۵۶۰۰۰۰۰ ) افغانۍ په قیمت د ځمکو د خپلواکې ادارې د بودیجې په مصرف جوړيږي، په دې قیمت کې د ودانۍ احاطه، د اوبو ژوره څاه، هم شامل ده چې د شپږو میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ شي. 
د لوګر والي زیاته کړه چې په لوګر کې د ځمکو اداره پخوا امریت و چې په کابینه کې د ولایت مقام د وړاندیز په اساس یاد امریت، ریاست ته ارتقاء وکړه چې ورسره په څنګ کې د فعالیتونو ساحه پراخه او تشکیل یې هم زیات شو.
د یادونې وړ ده چې د ځمکو اداره په لوګر ولایت کې اوسمهال د کرنې ریاست په ودانۍ کې خپل کارونه مخ ته وړي چې د دې ودانۍ په استفادې به خپلې چارې په ښه شکل پر مخ یوسي.