لوګر د اطلاعاتواو کلتور ریاست احاطوي دیوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

لوګر د اطلاعاتواو کلتور ریاست احاطوي دیوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
داطلاعاتواو کلتور ریاست احاطوي دیوال، چې ۱۲۲متر اوږدوالی او دوه متره لوړ والی لري، نن دلړم په ۳۰ مه دلوګرولایت مرستیال قمرالدین شکیب، داطلاعاتواوفرهنګ رییس محمدشفیق پوپل، د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمر حشمت الله ستانکزی، دملي اردو دجلب او جذب قومندان ډګروال رستم خان خاوراو داطلاعاتواوفرهنګ ریاست کارکوونکو لخوا دپټۍ په پریکولوسره رسماٌ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
داطلاعاتو اوفرهنګ رییس محمدشفیق پوپل وویل، چې ددغه احاطوي دیوال ټول لګښت ۵۳۶۰۰۰ افغانۍ وو چِي لګښت يې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت لخوا ورکړل شوي دي. پوپل زیاته کړه، چې یاد احاطوي دیوال د دو میاشتو په اوږدو کې د یاسر بشیرساختماني شرکت په همکارۍ جوړ شوی دی.