لوګر په مرکز کې ۲،۱۶ کیلو متره سړک د شپاړس نیم میلونه افغانۍ په قیمت په پاخه او اساسي ډول جوړیږي.

لوګر په مرکز کې ۲،۱۶ کیلو متره سړک د شپاړس نیم میلونه افغانۍ په قیمت په پاخه او اساسي ډول جوړیږي.
(وږی-۱۶) دیاد سړک د پیل په مراسمو کې د لوګر ولایت مرستیال قمرالدین شکیب، ولایتي شورا مرستیال حاجي قسیم خوشیوال او غړي محب الله صالح، امنیت امر نثاراحمد عبدالرحیمزي، د کلیو او پراختیا رئیس رحمت الله سروري، ملي پیوستون مشر انجینر ظفر او قومي مشرانو ګډون کړی و.
یاد سړک چې د کابل- لوګر عموي سړک څخه پیلېږي اود هوني سفلی ترکلي پورې ۲،۱۶ کیلو متره اوږدوالی او ۳،۵۰ متره عرض لري چې په اوږدو کې ۸ پلچکونه او ۱۳۰۰ متره لښتی لري د کلیو او پراختیا وزارت له خوا (۱۶۵۰۰۰۰۰) افغانیو په قیمت د ۶میاشتو په موده کې په پاخه او اساسی ډول جوړیږي.