د پاکستان سفیر د نایب امین الله خان لوګري د ۳۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه.

د پاکستان سفیر د نایب امین الله خان لوګري د ۳۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه.
(وږی-۱۱) نن ورځ د پاکستان سفیر ابرار حسین چې د لوګرولایت د ولایتي شورا معاون، ولایت مقام د دفتر رئیس، د امنیه قومندانۍ د امنیت امر، د عامې روغتیا رئیس هم ورسره و د نایب امین الله خان لوګري د ۳۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه.
په یاد روغتون کې برابرې شوې غونډه کې لومړی د ولایت مقام د دفتر رئیس عبدالوقار دانشیار لوگر ولایت ته د پاکستان سفیر راتګ ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې دغه روغتون د زون په کچه یو روغتون دی.
ولایتي شورا مرستیال پاکستان هیواد څخه مننه وکړه چې داسې پروژه یې پیل کړې چې زیاتره خلک به ترینه استفاده کوي او غوښتنه یې وکړه چې باید په خپل وخت سره باید یاده پروژه پای ته ورسوي.
افغانستان کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین د دغه روغتون د کارونو او د خلکو سره لیدنه یې د راتګ له هدفونه څخه یاد کړ او د یاد روغتون کارونه به په خپل وخت سره پای ته رسوي.
سفیر په افغانستان کې د خپلو پروژو لکه په جلال اباد کې روغتون، بلخ کې پوهنتون،کابل کې د یو مکتب او د تورخم جلال اباد دوهم سړک جوړیدل یاد کړ چې دایې د دوستۍ نښه یاده کړه.
د لوګرولایت مقام په هلو ځلو د نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون کارونه چې له څو کالونو راهیسې په ټپه ولاړ ول چې په کابینه کې یاده موضوع یادول او اړونده وزارتوتو ته مکتبونه استول چې بل اخره د مالیه وزارت د اقتصادي کمیسون چې د افغانستان او پاکستان هیواد ترمنځ په ۱۳۹۴/۱۰/۲۰ تاریخ یوه ګډه ناسته په پاکستان هیواد کې ترسره شوه په دغه ناسته کې دواړو هیوادونو د مالیه وزیرانو ګډون کړی و،د پاکستان هیواد له خوا ومنل شوه چې په ۲۰۱۶ کال د دسمبر میاشتې په ۳۱ نیټه به د یاد روغتون کارونه بشپړوي چې د روغتو پاتي کار لپاره به ۵۶۴ میلونه او د تجهیزاتو لپاره ۴۵۸ میلونه پاکستانۍ کالدارې په نظر کې نیول ش وي او د افغانستان دولت به یوازې د بریښنا په برخه کې مرسته کوي.
د یادونې وړ ده چې سفیر او ورسره پلاوي د لوګر والي سره وګوري خو د لوګر والي د څرخ ولسوالۍ په پیښه کې مصروف وو.