د سرلچانو څه کم یو نیم کیلو متره کانال د جوړیدو چارې پیل شوې.

د سرلچانو څه کم یو نیم کیلو متره کانال د جوړیدو چارې پیل شوې.
(وږی-۱۳) نن ورځ د مرکز پل علم د سرلچانو کانال د جوړیدو چارې د لوګر والي محمد حلیم فدایي چې د ولایتي شورا غړی عدالت عبدالرحیمزی، فرعي سندیزې حوزې رئیسه زهره احمدزۍ، امنیت امر نثار احمد عبدالرحیمزی او د سیمې قومي مشران هم ورسره و پیل شوې.
د لوګر د سندیزې فرعي حوزې رئیسې زهره مطهراحمدزۍ په وینا دغه کانال چې د خواجه افضل څخه تر شش کلا پورې ۱۳۰۰ متره اوږدوالی او ۵ متره عرض لري، د نړیوال بانک له خوا د (۲۶۸۸۵۰۱۳) افغانۍ په لګښت د یونیم کال په موده کې به جوړ شي.