٦، سنبله، ١٣٩٥:

٦، سنبله، ١٣٩٥: 
د لوکر والي محمد حلیم فدایې او ورسره د اقتصاد رییس عبدالمنان سعیدي د اقتصاد وزارت له محترم وزیر ښاغلي عبدالستار مراد سره په کتنه کې په مهمو اقتصادي او زېربنایې پروژو، د معلوماتو پر خلا، د د لوګر ولایت له ستراتېژیک موقعیت او کم انکشاف سره سره د په انکشافي بودجه کې کم تخصیص، د ګڼو احصاییو موجودیت کوم چې له واقعیتونو سره په ټکر کې دي، د ولایتي انکشافي کمېټې د پروژو پر وړاندې ستونزو او په ځانګړي توګه د SDP پروژو چې په هفې کې د ازرې د برېښنا شبکه هم شامله ده خبرې وکړي او دواړو لورو په دې توافق وکړ چې په ګ‌‌‌‌‌‌ډه به د همدې ستونزو په حل کولو کې مرسته وکړي. 
د لوګر والي د اقتصاد وزیر ته وړاندیز وکړ چې په عاجله توګه دې د کلیو د پراختیا وزارت احصاییه د پالیسیو او اقتصادي برنامو اساس وګرځوي او هم د هغه پروژې چې ملي دي او په ځانګړي ولایت کې موقعیت لري، د ولایت په انکشافي بودجه کې نه، بلکې په ملي برنامو او بودجه کې شاملي کړي او ولایت ته د متوازن انکشاف په خاطر د خپلو اړتیاوو مطابق بودجه ورکړای شي.