د لوګر ولایت مرستیال د شهید محمد ظاهر کور ته ولاړ او د ده کورنۍ سره یې غمشریکي وکړه.

د لوګر ولایت مرستیال د شهید محمد ظاهر کور ته ولاړ او د ده کورنۍ سره یې غمشریکي وکړه.
لوګر ولایت مرستیال قمرالدین شکیب نن ورځ د شهید 
محمدظاهر ولد حاجی ارسلا چې د افغانستان بانګ د تهیه او تدارکاتو مدیر و, چې د پنجشنبې په ورځ د محمداغې ولسوالۍ د باقي اباد سیمه کې چې د دوستانو د واده مراسمو ته روان وو چې د وسله والو له خوا شهید شو د فاتحې مراسمو کې ګډون وکړ.
همدارنګه شکیب د ولسمشر محمد اشرف غني د خواشینۍ او غمشریکۍ پیغام یې ورته ورسولو, همدارنګه د شهید کورنۍ سره یې نغدي مرسته هم وکړه, چې د شهید محمد ظاهر ځوی د پلار د قاتلینو د نیولو غوښتنه وکړه چې د ولایت مرستیال له خوا ډاډ ورکړ ل شو چې د لوګر والي امنیتي ځواکونو ته دنده ورکړې چې د شهید قاتلین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.