د خوښي نه تر مهاجرینو او کوچیانو ښارګوټې پورې د ۲،۹۵ میلونه افغانیو په قیمت دسړک په پاخه او اساسي ډول د جوړیدو چارې پیل شوې.

د خوښي نه تر مهاجرینو او کوچیانو ښارګوټې پورې د ۲،۹۵ میلونه افغانیو په قیمت دسړک په پاخه او اساسي ډول د جوړیدو چارې پیل شوې.

(زمری-۲۹) د یاد سړک د پیل په مراسمو کې د کلیو او بیا رغونې اوپراختیا وزیر انجنیر نصیر احمد دراني د لوګر والی محمد حلیم فدایي ، د کلیو او بیارغونې مرستیال انوراکبري ،لوګر ولایتي شورا رئیس سید قریب الله سادات او غړو،امنیه قومندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي او قومي مشرانو ګډون کړی وه.

یاد سړک چې د کلا وزیر څخه تر مهاجرینو ښارګوټي پورې ۲،۹۵ کیلو متره اوږدوالی لري او ۵ متره کانکریت کېږي چې په اوږدو کې ۸ پلچکونه هم لري د کلیو او بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا د ۲۸۳۰۹۶۲۲ افغانیو په قیمت د څه کم شپږو میاشتو په موده کې به پوخ او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.