په لوګر ولایت کې په تېرو دوه کلونو کې د کلیو، پراختیا او بیا رغونې وزارت له خوا ۱۰،۵ میلونه ډالرو په لګښت ۴۰۶ پروژې پلي شویدي .

په لوګر ولایت کې په تېرو دوه کلونو کې د کلیو، پراختیا او بیا رغونې وزارت له خوا ۱۰،۵ میلونه ډالرو په لګښت ۴۰۶ پروژې پلي شویدي .
نن ورځ د کلیو او بیارغونې او پراختیا او د لوګر والي محمد حلیم فدایي د یو شمېر قومي مشرانو سره په غونډه کې وکړه.

(زمری-۲۹) په غونډه کې د کلیو او بیا رغونې اوپراختیا وزیر انجنیر نصیر احمد دراني د لوګر والی محمد حلیم فدایي ، د کلیو او بیارغونې مرستیال انوراکبري ،لوګر ولایتي شورا رئیس سید قریب الله سادات او غړو،امنیه قومندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي اوله بیلابیلو ولسوالیو څخه راغلو قومي مشرانو ګډون کړی وه.
لوګر والي لومړی مشرانو ته د نن ورځ د ملي پیوستون ودانۍ ګټې ته اخستل او د یوسړک دپیل مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان دولت متحد دی ترڅو خپل ولس ته زیربنایې او عام المنفعه پروژې پلي کړي ځکه په تېرو دوه کالو نو کې په افغانستان کې زیاتې اقتصادي او مهمو پروژو کار پیل شوی او همدرنګه په وارسا غونډه کې هم د امنیت په ډګر کې د زیاتو مرستو وعده وشو چې داد دولت غټه لاسته راوړنه ده.
والي وړاندې وویل ازادي په جګړه ګټل کېږي مګر په جګړه نه ساتل کېږی بلکې په علم، کرنې، کسب او کار، بیارغونې او په دیني بصیرت سره ساتل کېږي.
والي په لوګر ولایت کې د هیڅ انکشافي پروژو پر وړاندې ستونزه نشته ځکه زما ډاډ ولس دی ځکه همیشه ولس د پروژو ساتنه کوي او هیڅکله موسسات دې امنیتي ستونزه نه بهانه کوي.
د کلیو او پر اختیا وزیر په خپلو خبرو کې وویل چې په تېرو دوه کالونو کې مونږ په ټول افغانستان کې زیاتې پروژې پلي کړي چې له جملې یوازې په لوګر کې دولایت والي په همکارۍ او هڅو د ۱۰،۵ میلونه ډالرو په قیمت ۴۰۶ پروژې پلي شوي او د ۸ میلونه په قیمت به نورې هم پلې شي، دراني زیاته کړه چې په لوګر ولایت کې د ۱۶ کانالونو کار شروع شوی چې ۶۰۰۰۰ زره خلکو ته پکې د کار زمینه برابره شوې او مونږ هوډلرو چې کوم پاتې سړکونه دي هغه به هم پاښه شي، همدارنګه وزیر وویل چې د ۱۰۰ میلونه افغانیو په قیمت به د یوشمېر نورو پروژو په راتلونکې کې به یې کارونه پیل شي لکه د خوښۍ تر بورګه پورې سړک، د پل کندهاري تر ده نو پورې، هوني سفلي تر پل علم، پل سخته تر زرغون ښار، پل کندهاري تر سرخ اب پورې او د پلعلم تر منګوخیلو پورې سړکونه به هم پاښه شي چې ۲۴۰۰۰ خلکو ته پکې د کارزمینه برابره شي.
په غونډه کې قومي مشرانو هم د افغانستان دولت له څخه مننه وکړه چې ولس ته یې همیشه د ضرورت وړ پروژ په لاره اچولي دي.